په افغانستان كښې د مسافرو بس او ټرك ترمينځه تصادم٬ 18 كسان سخت ژوبل

كابل 31 مارچ (اے پي پي)په افغانستان كښې د مسافرو بس او ټرك ترمينځه د تصادم په نتيجه كښې 18 كسان سخت ژوبل شوي دي۔ د چين خبري اژانس د افغان پوليس اهلكارو په قول وئيلي دي چې پېښه د كابل په قندهار هائي وے هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د تندرفتار د مسافرو بس د ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره د بل پلو نه راروان ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 18 تنه سخت ژوبل شول۔ده ووئيل چې ټول ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي او د بس ډرائيور نيولو لپاره لټون پېل شوے