بيجنګ 31 مارچ (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د افغانستان په ګاونډي هېوادونو زور راوړې چې د افغان اولس ښه سباؤن لپاره د هغوي ملاتړ لپاره خپلې ممكنه هڅې وكړي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې ده د زيارت په ورځ د چين ختيز انهوئي صوبې په تونشي ضلع كښې د افغانستان ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو درېمې غونډه كښې په خپل تحريري پېغام كښې ووئېل چې د افغانستان اولس په تېر وخت كښې سختو ستونزو سره مخ شوے او اوس په بېلو څانګو كښې د پرمختګ او مهم بدلون راوستلو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې يو پرامن٬مستحكم٬پرمختللې او خوشحال افغانستان د ټول افغان اولس خواهش دے او دا د سيمه ايزو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ شريكو ګټو لپاره هم مهمه ده۔ د چين صدر ووئيل چې چين تل د افغانستان د خپلواكۍ٬آزادۍ او سيمه ايز سالميت احترام كړې او په دې هېواد كښې د امن٬استحكام او پرمختګ ترلاسه كولو د ملاتړ د عزم ئې پخلې كړی۔ ده ووئيل چې تېر كال د ستمبر څخه د افغانستان ګاونډي هېوادونو ترمينځه همغږۍ او د مرستې په طريقه كار ګاونډي هېوادونو هڅه كړې او په افغانستان كښې مستحكمې منتقلۍ ته په وده وركولو كښې ئۍ يو تعميري كردار ادا كړې۔د چين صدر زور راوړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې په يو روښانه سباؤن كښې د افغانستان د اولس ملاتړ لپاره د رايو اتفاق پېدا كولو او د هڅو مربوط كولو هڅه وكړي