هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 1225 كيسونه رپورټ شوي

نوې ډېلۍ 31 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 1225 نوي كيسونه رپورټ شوي او د دې نه پس د كورونا وائرس د ځپليو كسانو مجموعي شمېره د 43024440 څخه زياته شوې۔ د چين خبري اژانس د هند د روغتيا وزارت په اړه ووئيل چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله 28 مرګونه شوي دي او د دې نه پس د مرګومو مجموعي شمېره 5 لكه 21 زره 129 ته رسېدلې۔ د وزارت چارواكو ووئيل چې په ټول هېواد كښې د كورونا وائرس 14 زره 307 فعاله كيسونه دي او 4 كروړه 24 لكه 89 زره 004 رنځوران صحت ياب شوي