ماسکو 30 مارچ (اے پي پي) روسيه د يوکرائن په پايه تخت كېف او د چرنېف ښاريو په خوا اوشا سيمو كښې د خپلو بريدونو تر ډېره حده د كمولو اعلان كړے ۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې له مخې د روسيه د دفاع نائب وزير الېګزينډر فومين وئيلي دي روسيه د اړي ګړي ختمولو مقصد لپاره په كېدونكو مذاكراتو كښې شريك باور زياتولو لپاره آپرېشنز په بنيادي توګه د كمولو پرېكړه كړې ٬ په استنبول كښې د امن مذاكراتو په مهال د روسيه چارواكو ووئيل دې پرېكړې سره به شريك باور زيات شي او مذاكرات به د جاري ساتلو جوګه شي۔ بلخوا د يوكرائن چارواكو د جنګ بندۍ په لوظنامه زور رواړے دغسې چې د زرګونو په شمېر محصور وګړي د كلو او ښاريو څخه بهر كړے شي۔ يوکرائن په مذاکراتو كښې د نړيوالو ضمانتونو سره د يو غېر جانبدار حېثيت اختيارولو تجويز هم وركړے دے