كابل 30 مارچ (اے پي پي) په افغانستان كښې 350 ځوانان د خاص پوځي تربيې ترلاسه كولو نه پس د هېواد په پوځ كښې شامل كړے شوي. د چينائي مېډيا له مخې د افغانستان دفاع وزارت لخوا د شورو په ورځ په جاري يو بيان كښې وئيلي شوي دې ټولو 350 ځوانانو د 313 كور څخه خاص پوځي تربيه ترلاسه كړې. په بيان كښې وئيلي شوي دا ځوانان د هېواد په كومه هم برخه كښې په پوځ كښې وظيفه ترسره كولو ته چمتو دي. د افغانستان دفاع وزارت وياند عنايت الله خاور وئيلي دي د دفاع وزارت به د هېواد د خپلواكې دفاع لپاره د يو لك پنځوس زره عسكرو يو قوي فوځ تشكيلوي.