انقره 30 مارچ (اے پي پي) د تركيې څخه افغانستان لپاره د مرستې سامان “چېرټي ټرېن” ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په څلورم امدادي سفر روانېږي. د تركيې سركاري خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو شمېرو له مخې په افغانستان كښې 24.4 مليونه خلق مرستې ته اړتيا لري، د 12 ملين نه زيات ماشومان د خوراك ستونزو سره مخ دي. په دې حالاتو كښې د تركيې باضمير ملت افغانستان لپاره د مرستې كمپائن پېل كړے. په بيان كښې وئيلي شوي د افغانستان چېرټي ټرېن له مخې د جنورې او فرورې په مياشت كښې درې امدادي سفرونه تر كړي. په دې درېو سفرونو كښې د 7 رېل ګاډو د لارې 2 زره 663 ټنه د مرستې سامان افغانستان ته لېږلے شوے. په څلورم سفر كښې به 68 كانټينرې وي چې پكښې به 1478 ټنه د مرستې سامان افغانستان ته لېږلے شي