سټریټ پاور سره د بیلټ پاور مقابله نه شي كيدې، مسلم لیګ (ن) د هېواد تر ټولو لوئي بیلټ پاور دے، احسن اقبال

اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي مسلم لیګ (ن) د هېواد تر ټولو لوئې بیلټ پاور دے، د سټریټ پاور سره د بیلټ پاور مقابله نه شي كيدې،عمران خان د ادارو څخه د خپلې خوښې پريكړې غواړي۔ د جمعې په ورځ جاری شوي بيان له مخې ده ووئيل عمران خان ادارو څخه د خپلې خوښې پريكړې غواړي، سټریټ …

اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي مسلم لیګ (ن) د هېواد تر ټولو لوئې بیلټ پاور دے، د سټریټ پاور سره د بیلټ پاور مقابله نه شي كيدې،عمران خان د ادارو څخه د خپلې خوښې پريكړې غواړي۔ د جمعې په ورځ جاری شوي بيان له مخې ده ووئيل عمران خان ادارو څخه د خپلې خوښې پريكړې غواړي، سټریټ پاور څخه بیلټ پاور مقابله نه شي كيدې، مسلم لیګ (ن) د هېواد تر ټولو لوئي بیلټ پاور دے۔ ده ووئيل لويديز جمهوریت كښې د هغه د کردار تن په کونسل كښې هم نه شي ټاكلې كيدې۔ ده ووئيل عمران خان د وګړو د توهين نه علاوه نور څه نه پېژني۔ ده ووئيل پاکستان د پرمختګ پلو روان دے ، د سپكو تورو سیاست د هېواد د مسئلو حل نه دې۔ ده ووئيل 2018ء د ټولټاكنو كال دے، اولس به د ټولو نتيجه راوباسي۔