د ګاٶنډيانو هېوادونو د خارجه وزيرانو درېمه غونډه د افغانستان په ستونزمن صورتحال كښې ډېره د اهميت وړ ده٬ د افغانستان د بيا رغونې بنيادي ذمه واري د امريكې ده ۔ د چين سكالر

بيجنګ 29 مارچ (اے پي پي) د نړيوالې ورورولۍ شريكه او اجتماعي ذمه واري ده چې ھغوي د افغانستان په سم لور لارښودنه وكړي،د طالبانو د حكومت سره د روابطو نه غېر د افغان ستونزو حل ناممكن دے، د افغانستان د ګاٶنډيانو هېوادونو د خارجه وزيرانو درېمه غونډه د افغانستان په ستونزمن صورتحال كښې ډېره د اهميت وړ ده ۔ دا خبرې د چين د ساٶتھ وېسټ يونيورسټي آف پوليټيكل سائنس اينډ لا وزټنګ پروفېسر د سوئيلي آسياء په هېوادونو كښې د چين پخوانې دفاعي استازي او د چارهار انسټي ټيوټ سينئر فيلو چينګ ژزهانګ د نهې په ورځ خپل بيان كښې كړې دي ٬ ده ووئېل د افغانستان صورتحال پحقله د افغانستان ګاٶنډيان هېوادونه پاكستان، ايران، روسيه، تاجكستان، تركمانستان او د ازبكستان د خارجه وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه به د درېشم مارچ څخه د چين د انهوئي ولايت په تونشي اولسوالۍ كښې د چين د خارجه وزير او ستېټ قونصلر او خارجه وزير وانګ يي په مشرۍ كښې كېږي چې پكښې به د ګډون كوٶنكو هېوادونو خارجه وزيران او نمائندګان ګډون كوي۔ د چين سكالر ووئيل دا مهال د افغانستان په صورتحال پيشرفت نه يوازې د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو سره ژور تعلق لري بلكې په ټوله نړۍ د دې اثرات پرېوزي٬ ځكه دا د نړيوالې ورورولۍ شريكه او اجتماعي ذمه واري ده چې ھغوي د افغانستان په سم لوري لارښودنه وكړي ۔ ده ووئيل د افغانستان د بيا رغونې بنيادي ذمه واري د امريكې ده