د تركيه په كوربتوب كښې د روسيه او يوكرائن مذاكرات

استنبول 29 مارچ (اے پي پي) د تركيه صدر رجب طيب اردګان د روسيه او يوكرائن په پلاويو جنګ بندۍ لپاره زور رواړے ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې په استنبول كښې د خبرو كوربتوب كولو سره ده ووئيل د دواړو ډلو تحفظات جائز دي، نړيوالې ورورولۍ له د قبلېدو وړ حل ته رسېدل ممكن دي۔ ده ووئيل دا په دواړو ډلو منحصر ده چې ھغوي دا پېښه ختمه كړي ځكه چې په تصادم كښې پراختيا د چا په ګټه نه ده ٬ ده ووئېل د خبرو اترو مقصد د جنګ ختمولو هڅه ده چې پكښې د يوې اندازې له مخې شل زر كسان مړه او د لس مېليونه نه زيات بې كوره شوي۔ د يادونې وړ ده د ګل په ورځ تركيه ته د رسېدونكو دواړو هېوادونو پلاويو ترمېنځه د وېډيو كنفرنس يو شمېر پړاونه تر سره شوي دي۔