كه ډونرز سمدستي فنډ ورنه كړو نو په افغانستان كښې د مرستې كاروائي ځنډېدې شي۔ورلډ فوډ پروګرام

كابل 28 مارچ (اے پي پي)خوراك لپاره د ملګرو ملتونو ادارې(ورلډ فوډ پروګرام)خبردارے وركړے كه ډونرز سمدستي فنډ ورنه كړو نو په افغانستان كښې د مرستې كاروائي ځنډېدې شي۔د ورلډ فوډ پروګرام دا خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې بدتره انساني صورتحال روان دے چرته چې ګڼ شمېر افغان وګړي د لوږې او بنيادي ضروريات قلت سره مخ شوي۔۔ورلډ فوډ پروګرام(ډبليو اېف پي)يو ټوېټ كښې وئېلي دي د افغانستان نيمې آبادۍ (2 كروړه 30 لكه كسانو)ته د سمدستي مرستې ضرورت دے او د فنډ كمي له امله د ادارو د مرستې كاروائۍ د بندېدو اندېښنه ده۔ډبليو اېف پي وئيلي دي په افغانستان كښې د ضرورت مندو افغانانو مرستې لپاره د 1.6 بلين ډالره ضرورت دے۔