هند په افغانستان كښې رياستي ترهه ګرۍ له وده وركوي٬ د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره پاكستان او افغانستان له نزدې روابط زياتول پكار دي

اسلام آباد 08 جون (اے پی پی)پاكستان وئېلي دي هند په افغانستان كښې رياستي ترهه ګرۍ له وده وركوي٬ د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره پاكستان او افغانستان له نزدې روابط زياتول پكار دي٬د شنګهائي مرستې تنظيم دوه ورځنۍ غونډه كښې به پاكستان د تنظيم بشپړ غړې جوړ شي٬پاكستان د مينځني ختيز په اوسنې وضعه سخته اندېښنه لري۔ پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او د بشري حقونو تنظيمونو ته …

اسلام آباد 08 جون (اے پی پی)پاكستان وئېلي دي هند په افغانستان كښې رياستي ترهه ګرۍ له وده وركوي٬ د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره پاكستان او افغانستان له نزدې روابط زياتول پكار دي٬د شنګهائي مرستې تنظيم دوه ورځنۍ غونډه كښې به پاكستان د تنظيم بشپړ غړې جوړ شي٬پاكستان د مينځني ختيز په اوسنې وضعه سخته اندېښنه لري۔ پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او د بشري حقونو تنظيمونو ته پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د پامالولو د نوټس اخستو وئېلې دي ۔دا خبره د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا د زيارت په ورځ اوونيز پريس بريفنګ پھ مهال كړی۔وياند ووئيل افغانستان د تېرو 40 كلونو څخه د بحران او كورنۍ جګړو ښكار دے او د دې صورتحال په سوب ترهه ګرو ته هلته د پاتې كېدو ځاې په لاس ورځي ٬د ترهه ګرۍ له امله د افغانستان اولس ډېرو ستونزو سره مخ شوي دغسې د پاكستان اولس هم د ترهه ګرۍ له امله ډېرو ستونزو سره مخ دے ۔وياند ووئيل د عدم استحكام ښكار افغانستان څخه تر ټولو زيات پاكستان متاثره شوي٬پاكستان د افغانانو پھ قيادت او سرپرستۍ كښې د امن عمل ملاتړ كوي