د چين خارجه وزير وانګ ژي د افغانستان په يوه ورځنۍ دوره كابل ته ورسېد

کابل ۔24مارچ(اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ ژي نن د زيارت په ورځ د افغانستان په يوه ورځنۍ دوره كابل ته رسېدلې۔ د افغان خارجه وزارت وياند له مخې د چين خارجه وزير دې دورې مقصد خپل افغان همڅنګ سره ملاقات او مذاكرات كول دي۔ دا خبره دې ياده وي چې د تېر كال اګست مياشت كښې په كابل د كنټرول ترلاسه كولو او په افغانستان كښې د طالبانو يو وارې بيا د اقتدار ايوان ته رسېدلو نه وروستو دا د كوم چينائي حكومتي اهلكار د افغانستان اولنۍ دوره ده۔