سټاك هوم 22 مارچ (اے پي پي) په سويډن كښې په سېكنډري سكول كښې په بريد كښې دوه مېرمنې وژل شوې دي او يو 18 كلن زده كوونكې نيول شوے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ځائي پوليسو وئيلي دي چېې د سويډن په سوئيلي مالمو ښار كښې پوليسو ته په سكول كښې د بريد اطلاع راغله. پوليسو كارروائي كولو سره مېرمنې روغتون ته ورسولې خو ساه ئې وركړه. …
په سويډن كښې په سېكنډري سكول كښې په بريد كښې دوه مېرمنې وژل شوې دي

مزید خبریں
سټاك هوم 22 مارچ (اے پي پي) په سويډن كښې په سېكنډري سكول كښې په بريد كښې دوه مېرمنې وژل شوې دي او يو 18 كلن زده كوونكې نيول شوے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ځائي پوليسو وئيلي دي چېې د سويډن په سوئيلي مالمو ښار كښې پوليسو ته په سكول كښې د بريد اطلاع راغله. پوليسو كارروائي كولو سره مېرمنې روغتون ته ورسولې خو ساه ئې وركړه. د پوليسو له مخې د پېښې په وخت په سكول كښې 50 كسان موجود وو. د سوېډن مېډيا له مخې بريد كوونكي سره چاړه او تبر وو. د بريد وجه نه ده معلومه شوې.










