افغان امنيتي ځواكونو د چرسو پروسېسنګ دوه لېب تباه كړل، 8 تورن نيول شوي

كابل 20 مارچ (اے پي پي) د افغانستان امنيتي ځواكونو د هلمند ولايت په ګريشك ولسوالې كښې د چرسو پروسېسنګ دوه لېبارټرې تباه كړې دي او 8 تورن ئې نيولي دي. د چينائي خبر رسنې ادارې د افغانستان د سركاري باختر خبري اژانس د رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو تېره ورځ د هلمند ولايت په ګريشك ولسوالې كښې د دهمازنګ په سيمه كښې په خفيه اطلاعاتو …

كابل 20 مارچ (اے پي پي) د افغانستان امنيتي ځواكونو د هلمند ولايت په ګريشك ولسوالې كښې د چرسو پروسېسنګ دوه لېبارټرې تباه كړې دي او 8 تورن ئې نيولي دي. د چينائي خبر رسنې ادارې د افغانستان د سركاري باختر خبري اژانس د رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو تېره ورځ د هلمند ولايت په ګريشك ولسوالې كښې د دهمازنګ په سيمه كښې په خفيه اطلاعاتو چاپه وهلو سره د چرسو دوه لېبارټرې تباه كړې دي او په دې موقع ئې 8 تورن نيولي دي. امنيتي ځواكونو نيول شوي نشه اي توكي تلف كړي دي.