په افغانستان كښې د مائن په چاودنه كښې 4 ماشومان په حق رسېدلي دي

كابل 19 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په سوئيلي قندهار ولايت كښې د مائن په چاودنه كښې 4 ماشومان په حق رسېدلي دي. د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا پېښه د قندهار ولايت په شاه ولي كوټ ولسوالې كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د كور نه بهر …

كابل 19 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په سوئيلي قندهار ولايت كښې د مائن په چاودنه كښې 4 ماشومان په حق رسېدلي دي. د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا پېښه د قندهار ولايت په شاه ولي كوټ ولسوالې كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د كور نه بهر ماشومانو د جنګ باقياتو چاودېدونكو توكو ﴿اي آر ډبليو﴾ سره لوبې كولې چې ناڅاپي چاودنه وشوه او په نتيجه كښې ئې څلور ماشومان په حق ورسېدل. د چارواكو له مخې د جنګ نه پس په هېواد كښې هره مياشت په غېر استعمال شويو چاودېدونكو توكو كښې تقريباً 120 كسان ژوند د لاسه وركوي يا معذور شي.