کابل 17 مارچ (اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله حكومت د هېواد پرېښو افغانانو مرستې لپاره كمېشن جوړ كړے ۔ د چين خبر رسنې ادارې د حكومت لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان حواله وركولو سره ووئيل د مائن او پټروليم لنډ مهاله وزير شېخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ كښې يو كمېشن جوړ كړے شوے چې ورسره به د ھغه كسانو بېرته افغانستان ته راوستلو له …
افغانستان، د هېواد پرېښو افغانانو مرستې لپاره كمېشن جوړ كړے شو

مزید خبریں
کابل 17 مارچ (اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله حكومت د هېواد پرېښو افغانانو مرستې لپاره كمېشن جوړ كړے ۔ د چين خبر رسنې ادارې د حكومت لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان حواله وركولو سره ووئيل د مائن او پټروليم لنډ مهاله وزير شېخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ كښې يو كمېشن جوړ كړے شوے چې ورسره به د ھغه كسانو بېرته افغانستان ته راوستلو له مرسته ترلاسه شي كومو چې هېواد پرېښودے۔ بيان كښې وئيلي شوي شپږ كسيز كمېشن به ھغه افغانانو سره رابطه كوي چا چې د هېواد نه كډه كړې دغسې چې ھغوي بېرته خپلو افغان وروڼو سره په امن ژوند تېر كړي٬ په دې وروستيو كښې د نړيوال پرمختګ نوموړې ماهر سلطان مسعود دقيق، امن لپاره د پخواني افغان حكومت وزير عبدالسلام رحيمي، د افغان فضائيه يو شمېر پائيلوټانو او يوې افغان ميئره هېواد ته راستنه شوې۔ د يادونې وړ ده د مارچ په پېل كښې د لنډ مهاله حكومت نائب وزيراعظم ملا عبدالغني برادر افغان سرمايه کارو څخه هېواد ته د راستنېدو مطالبه كړې ده










