جاپان كښې 7.4 شدت زلزلې جړقونه ٬ د زلزلې له امله د مړو شمېره 4 او د ژوبل شويو 107 ته ورسېده

ټوکيو 17 مارچ (اے پي پي) د جاپان په شمالي ختيځ سيمو كښې د 7.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي٬ د زلزلې له امله د مړو كسانو شمېره 4 او د ځپليو 107 ته رسېدلې ده ٬ د زلزلې نه پس د سونامې وارننګ بېرته اخستې شوې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د جاپان د موسمياتي اېجنسۍ پحقله وئيلي دي چې د جاپان د مياګي او فوکوشيما پشمول 7 …

ټوکيو 17 مارچ (اے پي پي) د جاپان په شمالي ختيځ سيمو كښې د 7.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي٬ د زلزلې له امله د مړو كسانو شمېره 4 او د ځپليو 107 ته رسېدلې ده ٬ د زلزلې نه پس د سونامې وارننګ بېرته اخستې شوې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د جاپان د موسمياتي اېجنسۍ پحقله وئيلي دي چې د جاپان د مياګي او فوکوشيما پشمول 7 پرېفيكچرز كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوې دي چې مركز ئې فوکوشيما سره نزدې په سمندر كښې 60 كلوميټره ژور ٶ٬ د زلزلې له امله د توهوکو شنکانسن بلټ ټرېن ډبۍ د پټلۍ نه ډي رېل شوې چې ورسره ټرېن سروس معطل كړې شو۔ د يادونې وړ ده چې د زيارت په ورځ تر سهار آفټر شاكس محسوسېدل۔ د زلزلے نه پس ټوکيو او نورو ځايونو كښې تقريباً 20 لكه كورونه د برېښنا څخه محروم شوي او 4 زره 300 كورونو ته د اوبو سپلائي ځنډولې شوې ده