کابل 16 مارچ (اے پي پي) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مشر دګرانډي دا اندېښنه څرګنده كړې چې د يوکرائن جنګ له امله افغانستان لپاره عطيات جمع كول ګران شوي۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مشر فيليپو ګرانډي د شورو په ورځ د افغانستان دورې په مهال وئيلي دي د روسيه لخوا په يوكرائن د بريد له امله دې نړۍ افغانستان نه هېروي او …
د يوکرائن جنګ له امله افغانستان لپاره عطيات جمع كول ګران شوي٬ د يوكرائن له امله دې نړۍ افغانستان نه هېروي۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
کابل 16 مارچ (اے پي پي) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مشر دګرانډي دا اندېښنه څرګنده كړې چې د يوکرائن جنګ له امله افغانستان لپاره عطيات جمع كول ګران شوي۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مشر فيليپو ګرانډي د شورو په ورځ د افغانستان دورې په مهال وئيلي دي د روسيه لخوا په يوكرائن د بريد له امله دې نړۍ افغانستان نه هېروي او بله دا چې انساني مرسته نظر انداز كول به خطرناكه وي٬ ګرانډي د افغانستان د موجوده صورتحال نه نظر انداز كولو پحقله خپلو خبرو كښې ووئيل “زما دلته راتګ يو پېغام” دے چې نور صورتحال مه هېروۍ كوم ځاے ته چې پام او وسائل پكار دي په ھغې كښې افغانستان هم يو دے۔ د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو مرستيالو تنظيمونو له مخئ سږ كال ژمي كښې درې كروړه 80 لكه آبادۍ كښې نيمه د لوږې سره مخ وه ٬ سږ كال ملګرو ملتونو د خپلې تاريخي پنځه اربه ډالرو مرستې غږ كړے ٶ دغسې چې په هېواد كښې د انساني الميې لاره ونيولې شي










