پی آئی اے د سنكيانګ او پاكستان ترمينځه چارټرډ كارګو پروازونه پېل كړل٬ قادر بخش سانګي

بیجنګ ۔16مارچ(اے پی پی)پاکستان انټرنېشنل ایئرلائنز( پی آئی اے ) د چينائي خپلواكې سيمې سنكيانګ او د پاكستان ترمينځه چارټرډ كارګو پروازونه پېل كړي۔ دا خبره د پي آئي اے كنټري ډائرېكټر قادر بخش سانګي د شورؤ په ورځ وكړه۔ ده ووئيل د قومي ايئر لائن چارټرډ كمرشل فلائټ كاشغر ايئرپورټ څخه اسلام آباد لپاره د شورؤ په سحر روان شوے۔ قادر بخش سانګي زياته كړه چې د دې مياشتې …

بیجنګ ۔16مارچ(اے پی پی)پاکستان انټرنېشنل ایئرلائنز( پی آئی اے ) د چينائي خپلواكې سيمې سنكيانګ او د پاكستان ترمينځه چارټرډ كارګو پروازونه پېل كړي۔ دا خبره د پي آئي اے كنټري ډائرېكټر قادر بخش سانګي د شورؤ په ورځ وكړه۔ ده ووئيل د قومي ايئر لائن چارټرډ كمرشل فلائټ كاشغر ايئرپورټ څخه اسلام آباد لپاره د شورؤ په سحر روان شوے۔ قادر بخش سانګي زياته كړه چې د دې مياشتې تر پايې به 13کارګو پروازونه روان كړے شي ۔ پي آئي اے ته چينائي چارواكو په دې وروستيو كښې د کونمېنګ ، شنزهن او سنکیانګڅخهد چارټرډ کارګو پروازونو پېل كولو منظوري وركړې وه۔ ده دا باور څرګند كړو چې دې پروازونو سره به د چين او پاكستان ترمينځه كاروباري او تجارتي هلې ځلې زياتولو له مرسته ترلاسه شي