ملګري ملتونه ۔16مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو ریذیډېنټ اېنډهيومېنېټیریئن کوآرډینیټر او دوهم خصوصي استازي رميز الاكبروف وئيلي دي په افغانستان كښې خلق د خوراك د تحفظ نشتوالي او كمبوت دلاسه لوي خطر سره مخ دي۔ ده په كابل كښې يو بيان كښې ووئيل په افغانستان كښې د لوږې د لاسه د ځپليو شمېره2 کروړه 30لکه (23ملین) ته رسېدلې ۔ ده ووئيل د تجارت بندېدو سره يو شمېر مسئلې رامخې …
افغانستان كښې د خوراك تحفظ نشتوالي او كمي د لاسه د يو بشپړ كول سباؤن د خطر سره مخ دے٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔16مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو ریذیډېنټ اېنډهيومېنېټیریئن کوآرډینیټر او دوهم خصوصي استازي رميز الاكبروف وئيلي دي په افغانستان كښې خلق د خوراك د تحفظ نشتوالي او كمبوت دلاسه لوي خطر سره مخ دي۔ ده په كابل كښې يو بيان كښې ووئيل په افغانستان كښې د لوږې د لاسه د ځپليو شمېره2 کروړه 30لکه (23ملین) ته رسېدلې ۔ ده ووئيل د تجارت بندېدو سره يو شمېر مسئلې رامخې ته شوي۔ د رمیز الاکبروف تر مخه 95فیصده افغان وګړي د خوراك مناسب مواد نه لري او په كومو كورونو كښې چې ذمه وارۍ د مېرمنو ده هلته دا شمېره نزدې 100 فيصده ته رسېدلې ۔ دا يو تريخ حقيقت دے ٬ ده ووئيل د خوراك د كمي د لاسه روغتونونو كښې ګڼ شمېر كوچنيان بستر دي په كومو كښې چې د زياتره وزن كم دے او ځينې كوچنيان دومره كمزورې دي چې د حركت كولو سكت نه لري۔ ده ووئيل په راتلونكو ورځو او مياشتو كښې دا هېواد نورو چېلنجونو سره هم مخ كېدے شي۔ ده ووئيل ملګري ملتونه او د دې همكاران د لوږې او د خوارك د كمي اغېز كمولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې سږ كال تر دې دمه 82لكه ( 8.2ملین) وګړو ته د خوراك سامان وركړے شوے۔ده ووئيل ملګري ملتونه او د دوي همكاران به د افغان اولس دا ډول مرسته په سباؤن كښې هم روانه ساتي او د مرستې هلو ځلو دائره به لا پراخه كولې شي۔ ده وئيل د افغانستان په 28 ولايتونو كښې د خوراك د كمي شرح زياته ده چرته چې 35 لكه كوچنيان غذائي مرستې ته اړتيا لري۔ ده ووئيل افغانستان كښې د خوراك تحفظ نشتوالي او كمي د لاسه د يو بشپړ كول سباؤن له خطر سره مخ دے۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د روانو او د سباؤن چلنجونو مقابلې لپاره يوازې د بشري خواخوږۍ په بنياد مرسته كافي نه ده دې لپاره ضرروي ده چې د دې هېواد اولس ژوند وساتلے شي او تندرست پاتې شي ٬ ده ووئيل مونږ د افغان اولس ژوند ښه كولو له هڅې كوؤ خو مونږ له به دا ياد ساتل وي چې په افغانستان كښې تر كومې لوږه او د خوراك كمے ختم شوے نه وي د غوره سباؤن اقدامات امكان نه لري










