انقرہ۔15مارچ (اے پی پی) په تركيه كښې دډیزاسټر اېنډ اېمرجنسی منېجمنټ پرېذېډنسی (اے اېف اے ډی) او د بېلو سركاري تنظيمونو لخوا د مرستې سامان وړونكے درېم ګډنېس ټرېن افغانستان ته رسېدلے دے۔ د ترك ابلاغ ذريعو له مخې په 25 فرورۍ د تركيه پلازمينې انقره څخه روان شوے994 ټنه سامان وړونكے ټرېن د تركمانستان په پوله ترګنډي بارډر ګېټ څخه افغانستان ته داخل شوے۔ په ترګنډی بارډر ګېټدستورې ته …
د تركيه لخوا د مرستې سامان وړونكے درېم “ګډنېس ټرېن” افغانستان ته ورسېد

مزید خبریں
انقرہ۔15مارچ (اے پی پی) په تركيه كښې دډیزاسټر اېنډ اېمرجنسی منېجمنټ پرېذېډنسی (اے اېف اے ډی) او د بېلو سركاري تنظيمونو لخوا د مرستې سامان وړونكے درېم ګډنېس ټرېن افغانستان ته رسېدلے دے۔ د ترك ابلاغ ذريعو له مخې په 25 فرورۍ د تركيه پلازمينې انقره څخه روان شوے994 ټنه سامان وړونكے ټرېن د تركمانستان په پوله ترګنډي بارډر ګېټ څخه افغانستان ته داخل شوے۔ په ترګنډی بارډر ګېټدستورې ته خپل خطاب كښې د اے اېف اے ډی انټرنېشنل هيومېنټېرین اېډګروپ صدر برهان اسلان ووئيل په درېم ګډنېس ټرېن كښې خوراک، کمبلې او نور ضروري سامان موجود دے۔ ده ووئيل په هرات كښې به دا سامان پېك كړے شي او بيا به په 17 ولايتونو كښې 500 حاجتمندو ته وركولې شي۔ دا خبره دې ياده وي ګډنېس ټرېن 4 زره 168 کلومیټره مزل كولو له نه وروستو د تركيه ٬ ايران او تركمانستان د لارې افغانستان ته رسېدلے دے










