د بي جے پي هندوتوا حكومت په اسلام آباد ضلع كښې دارالعلوم سیل كړو٬ د ځائي وګړو د قابض چارواكو په ضد احتجاجي لاريون

سرینګر۔12مارچ (اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د بي جے پي هندوتوا حكومت په اسلام آباد ضلع كښې دارالعلوم خديجة الكبري سیل كړې۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې قابض چارواكو دغلته مېشته انجونو طالبعلمانو سره بدتمیزی وكړه او دوئي ئې په جبر د كمرو نه بهر كړې۔ د دوئي په خوراك كښې ئې اوبو ګډې كړې او خوراك ته يۍ پرې …

سرینګر۔12مارچ (اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د بي جے پي هندوتوا حكومت په اسلام آباد ضلع كښې دارالعلوم خديجة الكبري سیل كړې۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې قابض چارواكو دغلته مېشته انجونو طالبعلمانو سره بدتمیزی وكړه او دوئي ئې په جبر د كمرو نه بهر كړې۔ د دوئي په خوراك كښې ئې اوبو ګډې كړې او خوراك ته يۍ پرې نه ښودلې۔ د سيمې خلكو د قابض چارواكو د دې ظالمانه كاروايۍ په ضد احتجاجي لاريونونه وويستل۔ ځاي خلكو ووئيل د قابض چاروكو دا كارروائي د قبلولو نه ده۔ هغوي د دارالعلوم د بيا پرانستلو او په دې كارروائۍ كښې د ككړو چارواكو قانون سره د مخ كولو غوښتنه وكړه