افغانستان كښې د بارودي ډيوائس چاؤدنې پېښه٬ د يوې كورنۍ 7 كسان ژوبل

کابل۔12مارچ(اے پی پی) د افغانستان د هلمند ولايت په مارجه اولسوالۍ كښې په يو كور كښې د بارودي توكو چاؤدلو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 7 كسان ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغانستان رسمي باختر نيوز ايجنسۍ حوالې سره وئيلي چې د خالي په ورځ كوچنيانو ته د كور مخې ته د لوبو څيز په شكل كښې چاؤدېدونكې ډيوائس په لاس ورغلو كوم چې …

کابل۔12مارچ(اے پی پی) د افغانستان د هلمند ولايت په مارجه اولسوالۍ كښې په يو كور كښې د بارودي توكو چاؤدلو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 7 كسان ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغانستان رسمي باختر نيوز ايجنسۍ حوالې سره وئيلي چې د خالي په ورځ كوچنيانو ته د كور مخې ته د لوبو څيز په شكل كښې چاؤدېدونكې ډيوائس په لاس ورغلو كوم چې هغوي خپل كور ته راوړلو چرته چې هغه وچاؤدلو او په نتتيجه كښې ئې د كورنۍ 7 كسان ژوبل شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په دې اوسنيو ورځو كښې دا دويمه پېښه ده كومه كښې چې عام وګړي ژوبل شوي دي۔