کابل 04 مارچ (اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله نائب وزيراعظم ملا عبدالغني برادر بهر هېوادونو كښې مېشته افغان سرمايه كارو ته هېواد ته د راستنېدو غږ كړے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې افغان حکومت د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي نائب وزيراعظم دا غږ پايه تخت کابل كښې د افغان نېشنل پرائيويټ سيکټر کنفرنس په مهال كړے۔ ده بهر هېوادونو كښې مېشته …
د افغانستان لنډمهاله نائب وزيراعظم بهر هېوادونو كښې مېشته افغان سرمايه كارو ته هېواد ته د راستنېدو غږ وكړو

مزید خبریں
کابل 04 مارچ (اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله نائب وزيراعظم ملا عبدالغني برادر بهر هېوادونو كښې مېشته افغان سرمايه كارو ته هېواد ته د راستنېدو غږ كړے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې افغان حکومت د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي نائب وزيراعظم دا غږ پايه تخت کابل كښې د افغان نېشنل پرائيويټ سيکټر کنفرنس په مهال كړے۔ ده بهر هېوادونو كښې مېشته افغان سرمايه دارو ته غږ كړے چې خپل هېواد ته راستانه شۍ او سرمايه كاري وكړي ، ستاسو او ستاسو د اثاثو به ضمانت دركولې شي۔ افغان نائب وزيراعظم ووئيل نړيوال بنديزونه ورځ په ورځ نرمېږي او نه يوازې مونږ په صنعت، تجارت او سرمايه کارۍ كښې لا سهولتونه وركوٶ بلكې د معاشي صورتحال بهترۍ لپاره هم هڅې روانې دي










