د هند په بهار رياست كښې د چاودنې له امله لس كسه مړه او 9 ژوبل شول

بهاګلپور 04 مارچ (اے پي پي)د هند په بهار رياست كښې د چاودنې له امله لږ تر لږه لس كسه مړه او 9 ژوبل شوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې په بهاګلپور ضلع كښې په يو كور كښې د چاودنې له امله د يو ماشوم پشمول لس كسه مړه او 9 ژوبل شوي۔د چارواكو له مخې په كور كښې په غېر قانوني توګه پټاخې جوړېدې۔د بهاګلپور ډسټركټ مجسټرېټ سبرت كمار …

بهاګلپور 04 مارچ (اے پي پي)د هند په بهار رياست كښې د چاودنې له امله لږ تر لږه لس كسه مړه او 9 ژوبل شوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې په بهاګلپور ضلع كښې په يو كور كښې د چاودنې له امله د يو ماشوم پشمول لس كسه مړه او 9 ژوبل شوي۔د چارواكو له مخې په كور كښې په غېر قانوني توګه پټاخې جوړېدې۔د بهاګلپور ډسټركټ مجسټرېټ سبرت كمار سين ووئيل دا چاودنه د جمعې په ورځ سهار په مهيندرا منډل سيمه كښې په يو كور كښې شوې۔ده ووئيل چاودنه دومره زوروره وه چې ورسره خوا كښې دوه ودانۍ هم ړنګې شوې۔ده ووئيل تراوسه 10 مړي راويستلې شوي ا او د هغوي پېژندګلي نه ده شوې او 9 ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي