د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خاص غونډه٬د روس څخه د جنګ بندۍ او ځواكونو بېرته ستنولو غوښتنه

ملګري ملتونه 02 مارچ (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خاص غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې په يوكرين د روسيې بريد په ضد قرارداد منظور كړے شو۔غونډه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا خاص رابللې شوې وه ۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې په يوكرين د روسيې بريد په ضد قرارداد منظور كړے شوے چې پكښې د روس څخه د جنګ بندۍ او د …

ملګري ملتونه 02 مارچ (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خاص غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې په يوكرين د روسيې بريد په ضد قرارداد منظور كړے شو۔غونډه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا خاص رابللې شوې وه ۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې په يوكرين د روسيې بريد په ضد قرارداد منظور كړے شوے چې پكښې د روس څخه د جنګ بندۍ او د ځواكونو بېرته ستنولو غوښتنه شوې۔په قرارداد كښې د يوكرين په ضد د روسيې جارحيت هم غندنه شوې۔د عمومي اسمبلۍ په 193 غړو كښې 141 د روس په ضد د قرارداد ملاتړ وكړو او روسيه٬بېلاروس٬سوريه او شمالي كوريا پشمول 5 غړو هېوادونو د قرارداد مخالفت وكړو۔پاكستان٬هند او د ايران پشمول 35 هېوادونه د غونډې نه غېر حاضر وو