د نړيوال بېنك افغانستان لپاره د يو ارب ډالرو مرستې اعلان

واشنګټن۔2مارچ (اے پی پی) نړيوال بېنك افغانستان لپاره د يو ارب ډالرو مرستې اعلان كړې دې۔ د فرانسسي خبر رسنې ادارې له مخې تېره ورځ نړيوال بېنك په جاري كړي خپل بيان كښې ووئيل د مرستې دا رقم به په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو ادارو او نړيوالو فلاحي تنظيمونو ته وركولې شي كوم به چې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې په كارونو مصرف كولې شي۔ بېنك وئيلي …

واشنګټن۔2مارچ (اے پی پی) نړيوال بېنك افغانستان لپاره د يو ارب ډالرو مرستې اعلان كړې دې۔ د فرانسسي خبر رسنې ادارې له مخې تېره ورځ نړيوال بېنك په جاري كړي خپل بيان كښې ووئيل د مرستې دا رقم به په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو ادارو او نړيوالو فلاحي تنظيمونو ته وركولې شي كوم به چې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې په كارونو مصرف كولې شي۔ بېنك وئيلي په دې رقم به د حكومت كنټرول نه وي۔ نړيوال بېنك وئيلي دا رقم به د ګرانټس په شكل كښی وركولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د نړيوال بېنك لخوا په كال 2002 كښې افغان ري كنسټركشن ترسټ فنډ (اے آر ټي اېف) جوړ كړې شوې وو كوم څخه چې د سختې يخنۍ په مياشتو كښې د بشري حقونو په بنياد مرستې له تېر كال دسمبر كښې 280 ملین ډالر مصرف كړې شوې وو۔د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه وړاندې اے آر ټی اېف افغانستان لپاره د لويې پرمختيائي فنډنګ ذريعه وه كومې به چې د حكومت په بجټ كښې تر 30 فيصده مالي مرسته كوله۔ عالمی بېنک د طالبانو حكومت ته د مرستې رقم نېغ په نېغه وركولې نه شي كوم چې تر دې دمه نړيوالې ورورولۍ نه دې تسليم كړې بلكې افغانستان كښې د بشري بحران نه بچ كېدو لپاره دا رقم د ملګرو ملتونو ادارې یونېسېف ته وركوي