نیویارک ۔ 4 جون (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي وئيلي چې افغانستان دې په پاكستان د تورونو لګولو په ځائې د امنيت خپلې ناوړه وضعې پلو پام وكړي۔ خپله يوه مركه كښې دې ووئيل مونږ په سيمه كښې د انتها خوښۍ خطر ختمولو له په ګډه كار كولو له چمتو يو۔ بياهم افغانستان دې خپلې كورنۍ مسئلې خارجي مسئلې ګرځولو څخه ډډه وكړي۔ ملیحه …
افغانستان دې په پاكستان د تورونو لګولو په ځائې د امنيت خپلې ناوړه وضعې پلو پام وكړي۔ ملیحه لودھی

مزید خبریں
نیویارک ۔ 4 جون (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي وئيلي چې افغانستان دې په پاكستان د تورونو لګولو په ځائې د امنيت خپلې ناوړه وضعې پلو پام وكړي۔ خپله يوه مركه كښې دې ووئيل مونږ په سيمه كښې د انتها خوښۍ خطر ختمولو له په ګډه كار كولو له چمتو يو۔ بياهم افغانستان دې خپلې كورنۍ مسئلې خارجي مسئلې ګرځولو څخه ډډه وكړي۔ ملیحه لودھی ووئيل افغانستان كښې مخ په زياتېدو تشدد د داعش خپرېدونكې اثر په ډاګه كوي د كوم په اړه چې مو ډېر وړاندې خبردارې وركړې وو۔ دې د شورؤ په ورځ كابل كښې د ټرك بريد ذكر كولو سره ووئيل د كابل په ګرين زون كښې د شدت خوښو ننوتل د افغانستان داخلي ډلو كاروائي ښكاره كوي۔ او دا د ترهه ګرۍ كاروائۍ د افسوس وړ دي۔ صدارتي مانړۍ او غېر ملكي سفارتونو ته نزدې شوې دې چاؤدنه كښې نزدې 100 مړه او په سوؤنو نور ژوبل شوي وو۔ دې ووئيل پاكستان په كابل كښې د ترسره شوي دې بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ دې ووئيل افغانستان كښې په تندۍ سره خرابېدونكې امنيتي وضعه نه يوازې افغانستان له بلكې ګاونډي هېوادونو لپاره هم د اندېښنې سوب دې۔ مليحه لودھي ووئيل افغانستان دې په پاكستان د تورونو لګولو په ځائې د امنيت خپلې ناوړه وضعې پلو پام وكړي۔ دې ووئيل ترهګر امن له كېدونكو هڅو ته زيان رسول غواړي۔ دې ووئيل ترهګري او انتها خوښي شريك دښمنان دي د دې د ختمولو به په ګډه پوخ لوظ كول وي۔ په دې مهال افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي د شورؤ په ورځ كابل كښی د ټرك چاؤدنه نظر كښې نيولو سره د فعاله ګامونو پورته كېدو په حاجت زور راوړوے وو۔








