په قاهره كښې د آر -فور خارجه وزيرانو غونډه ٬ د اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاسليك كېدو هركلې ٬ په منطقه كښې امن او استحكام له به اجتماعي هڅې روانې ساتلې شي: اعلاميه

قاهرہ۔21جون  (اے پی پی) د مصر،  پاکستان،  سعودی عرب او تركيه خارجه وزيرانو د امریکا او  ایران ترمينځه د اسلام آباد مفاهمتی یادښت (اېم او يو) لاس ليك كېدو هركلي كولو سره سره دا مهم پېشرفت په تاؤ تريخوالي كښې د كمي او ددې شخړې ختمولو پلو يو مثبت او تعميري ګام ګرځولے دے ٬ كومه چې سيمه ايز امن او استحكام لپاره د يوې سنګينې خطرې سبب جوړېده۔ د …

قاهرہ۔21جون  (اے پی پی) د مصر،  پاکستان،  سعودی عرب او تركيه خارجه وزيرانو د امریکا او  ایران ترمينځه د اسلام آباد مفاهمتی یادښت (اېم او يو) لاس ليك كېدو هركلي كولو سره سره دا مهم پېشرفت په تاؤ تريخوالي كښې د كمي او ددې شخړې ختمولو پلو يو مثبت او تعميري ګام ګرځولے دے ٬ كومه چې سيمه ايز امن او استحكام لپاره د يوې سنګينې خطرې سبب جوړېده۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزيرانو په شريكه اعلاميه كښې ووئيل غونډه د مصري په بلنه په 21 جون قاهره كښې وشوه په كومه كښی چې د اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك كېدل خوشبين وګرځولې شوو۔ په دې تناظر كښې خارجه وزيرانو هغه سيمه ايز او نړيوال كردارونه وستائل كومو چې ددې مفاهمت په ممكن كولو كښې مرسته وكړه۔ په دې مهال د پاكستان تعميري هڅې وستائلې شوې۔ دغسې په دې لړ كښې د قطر د مرستې هم ستائنه وشوه۔ خارجه وزيرانو په دې خبره زور راوړو چې په داسې هڅو كښې دې د منطقې د هېوادونو تحفظات او په خاص توګه خليجي عرب هېوادونو سره سره د لیونټ (levant) منطقې سلامتيا او استحكام ته خاص پاملرنه وكړی شي دغسې چې اجتماعي سلامتيا مضبوطه كړی شي او تلپاتي استحكام ته وده وركړې شي۔ خارجه وزيرانو د فلسطيني اولس د جائز حقونو  په كومو كښې چې د 4 جون 1967 پولو سره د يو آزاد فلسطيني رياست جوړېدل شامل دي له د خپل پرله پسې ملاتړ پخلے وكړو۔

مزید خبریں