برګن سټاک،سوئټزرلېنډ۔21جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د امريكا ايران ترمينځه د تكنيكي كچې مذاكراتو كاميابۍ لپاره نېكې هيلې څرګندولو سره وئيلي دي نړيوال امن لپاره دا يوه مهمه موقعه ده، مونږ په ګډه نړۍ كښې يووالې رامخې ته كولې شو، د مذاکراتو كاميابۍ سره به په ګرده نړۍ كښې امن ٬ پرمختګ او سوكالي باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي، د صدر ټرمپ د بصيرت لرونكي قيادت له …
د مذاكراتو كاميابۍ سره به ګرده نړۍ كښې امن ٬ پرمختګ او سوكالي باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي، د صدر ټرمپ د بصيرت لرونكې مشرتابه له امله مذاكرات ممكن شول، مذاكرات لپاره د فيلډ مارشل عاصم منېر كردار زيات اهم دے: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
برګن سټاک،سوئټزرلېنډ۔21جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د امريكا ايران ترمينځه د تكنيكي كچې مذاكراتو كاميابۍ لپاره نېكې هيلې څرګندولو سره وئيلي دي نړيوال امن لپاره دا يوه مهمه موقعه ده، مونږ په ګډه نړۍ كښې يووالې رامخې ته كولې شو، د مذاکراتو كاميابۍ سره به په ګرده نړۍ كښې امن ٬ پرمختګ او سوكالي باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي، د صدر ټرمپ د بصيرت لرونكي قيادت له امله مذاكرات ممكن شول٬ مذاكراتو لپاره د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر كردار زيات مهم دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په د’’ اسلام آباد مفاهمتی یادښت‘‘ په تسلسل كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د امريكا او ايران ترمينځه د تكنيكي كچې مذاكراتو پېل كېدو څخه وړاندې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه چیف آف آرمی سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر، داخله وزير محسن نقوی او د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ هم موجود و۔ وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر سمټ هال ته په راتللو ايراني پلاوي ته تود هركلے وو۔ د پلاوي غړو سره يۍ مصافحه وكړه۔ شهباز شريف خپلو خبرو كښې ووئيل دا مذاكرات نړيوال امن لپاره يوه مهمه موقعه ده او ددې په ممكن كېدو مونږ د امريكائي صدر ټرمپ مننه كوو۔ ده ووئيل دلته به د ايراني او امريكائي پلاويو ترمينځه بامعني خبرې وشي او هيله لرو چې ددې به غوره نتيجې رامخې ته شي۔ وزيراعظم د قطر د وزيراعظم هم مننه وكړه۔ امريكائي نائب صدر جے ډي وېنس خپلو خبرو كښې ووئيل نن امن ٬ پرمختګ او د بحران ختمولو عظيمه ورځ ده۔ ده ووئيل امن لپاره د ايران په مثبت كردار كښې خوښي لرؤ٬ په چارو بايد خبرې اترې وكړې شي۔ ده ووئيل امن په ځاې كولو له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل مذاكرات لپاره د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر كردار د ستائنې وړ دے۔ ده وويئل فيلډ مارشل سيد عاصم منېر يو بهترين سپه سالار دے٬ د پاكستان كردار په نړۍ كښې ستائلې شوې دې۔ ده ووئيل مذاكرات لپاره د قطر كردار هم د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل په منځني ختيز كښې امن زمونږ ترجيح ده ، د لبنان په صورتحال اندېښنه لرو۔ ده ووئيل امريكائي صدر په لبنان كښې د تاؤ تريخوالي ختمول هڅې كوي۔ په دې موقع د قطر وزيراعظم ابن عبدالرحمان بن جاسم الثانی په منقطه او نړۍ كښې امن په ځاې كولو او د امريكا او ايران ترمينځه مذاكراتو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔







