قاهرہ۔21جون (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په قاهره كښې د آر – فور خارجه وزيرانو په څلورمه غونډه كښې ګډون وكړو۔ په كومه كښې چې د پاكستان ، سعودی عرب، ترکیه او مصر خارجه وزيران موجود وو۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزيرانو په اسلام آباد مفاهمتي يادښت د روان پېشرفت جاج واغست او په …
د نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په قاهره كښې د آر – فور خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
قاهرہ۔21جون (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په قاهره كښې د آر – فور خارجه وزيرانو په څلورمه غونډه كښې ګډون وكړو۔ په كومه كښې چې د پاكستان ، سعودی عرب، ترکیه او مصر خارجه وزيران موجود وو۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزيرانو په اسلام آباد مفاهمتي يادښت د روان پېشرفت جاج واغست او په منطقه كښې امن ، استحکام او سوكالۍ ته وده وركولو له يۍ مکالمې، سفارت کارۍ او شريكو هڅو سره د خپل پېوستون پخلې وكړو۔ په غونډه كښې د آر۔فور فرېم ورک لاندې د رابطو لا مضبوطولو ته هم پام وګرځولے شو دغسې چې په پېښو چېلنجونو قابو وموندلې شي او ترلاسه وسائلو څخه ګټه پورته كړې شي۔ دې څخه وړاندې د غونډې په موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار د مصر صدر عبد الفتاح السيسي سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې دوه اړخيزه اړيكو سره سره په سيمه ايزه وضعه او د آر – فور پلېټ فارم لاندې همكارۍ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پاکستان، سعودی عرب، ترکیه او مصر همكاري مضبوطولو ، سفارت کارۍ ته وده وركولو او زياته سولييزه ٬ مستحكمه او پياوړې منطقه جوړولو له په ګډه كار كوي۔ د غونډې په پايه كښې د ګډې اعلاميه هم جاري كړې شوه۔







