بيجنګ 01 مارچ(اے پي پي) چين په يوکرېن د روسيې بريد د لاسه د خپلو وګړو يوکرېن څخه د ويستلو لړۍ پېل كړې ده۔ دا خبره د چين سرکاري ورځپاڼې ګلوبل ټائمز په خپل يو رپورت كښې په يوکرېن كښې د چين سفارت بيان حوالې سره كړې ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې رپورټ كښې وئيلي شوي چې تېره ورځ د يوکرېن پايه تخت کيف او سوئيلي ساحلي …
يوکرېن څخه د چينائي وګړو ويستل پېل شوي، 600 چينائي زده كونكي وويستلې شؤ

مزید خبریں
بيجنګ 01 مارچ(اے پي پي) چين په يوکرېن د روسيې بريد د لاسه د خپلو وګړو يوکرېن څخه د ويستلو لړۍ پېل كړې ده۔ دا خبره د چين سرکاري ورځپاڼې ګلوبل ټائمز په خپل يو رپورت كښې په يوکرېن كښې د چين سفارت بيان حوالې سره كړې ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې رپورټ كښې وئيلي شوي چې تېره ورځ د يوکرېن پايه تخت کيف او سوئيلي ساحلي ښار اوديسا څخه 600 چينائي زدكونكې وېستلې شوي۔ د رپورټ له مخې د چين وګړې د سفارت او ځائي پوليس په نګرانۍ كښې د بس د لارې نزدې اروپائي هېواد مالدووا ته ويستلې شوي ٬ دغسې يو زر چينائي وګړي به يوکرېن څخه پولېنډ او سلوواکيا ته رسولې شي۔










