د ملګرو ملتونو په يوکرېن كښې د بشري خواخوږۍ کارمندانو له تحفظ او د نورو وسائلو وركولو غوښتنه

ملګري ملتونه 01 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ انډر سېکرټري جنرل مارټن ګريفتھس په يوکرېن كښې د بشري خواخوږۍ كارمندانو تحفظ او هغوې له د نورو وسائلو په وركولو زور راوړې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ده په يوکرېن كښې په بشري صورتحال د سلامتي کونسل غونډې ته وينا كښې ووئيل كه مونږ وګړو ته مرسته رسول غواړو نو دې لپاره په …

ملګري ملتونه 01 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ انډر سېکرټري جنرل مارټن ګريفتھس په يوکرېن كښې د بشري خواخوږۍ كارمندانو تحفظ او هغوې له د نورو وسائلو په وركولو زور راوړې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ده په يوکرېن كښې په بشري صورتحال د سلامتي کونسل غونډې ته وينا كښې ووئيل كه مونږ وګړو ته مرسته رسول غواړو نو دې لپاره په سمدستي توګه د ډلو ترمينځه باور ته اړتيا ده دغسې چې د انساني همدردۍ کارمندانو او تحريکونو ته په دې مهال تحفظ وركړې شي۔ده ووئيل د بشري حقونو نړيوال قانون ترمخه بايد ټولو ډلو له د حاجتمندو وګړو لپاره دې د بې پرې بشري مرستې اجازه او آسانۍ وركړې شي او د هغوې د تګ راتګ آزادي دې باوري كړې شي۔ده په غړو هېوادونو زور راوړو چې په سمدستي توګه د فنډنګ انتظام هم وكړي۔