ډوډوما 01 مارچ (اے پي پي) د تنزانيه ساحلي سيمې زنجبار كښې يوه كوچنۍ الوتكه رانسكورېدو سمندر كښې پريوتې ده چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان بے دركه شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د تنزانيه ځائې ميډيا رپورټس په اړه وئيلي چې ساحلي سيمې زنجبار كښې د يو فرم كوچنۍ الوتكه سيسنا کاروان په سمندر كښې راپريوتې ده چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان بې دركه …
تنزانيه، كوچنۍ الوتكه رانسكوره شوه،14 كسان بې دركه

مزید خبریں
ډوډوما 01 مارچ (اے پي پي) د تنزانيه ساحلي سيمې زنجبار كښې يوه كوچنۍ الوتكه رانسكورېدو سمندر كښې پريوتې ده چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان بے دركه شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د تنزانيه ځائې ميډيا رپورټس په اړه وئيلي چې ساحلي سيمې زنجبار كښې د يو فرم كوچنۍ الوتكه سيسنا کاروان په سمندر كښې راپريوتې ده چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان بې دركه شوې دي۔په الوتكه كښې 12 كسان مسافر او دوه پائلوټان ناست ؤ۔ د مسافرو تعلق کومورين سره ؤ دغسې د دواړه پائلوټانو تعلق د تنزانيه سره ؤ۔ د فلائي زنجبار لمېټډ فرم مالک محمد مزروي ووئيل دا الوتكه د افريقې هېواد کومورين کيريئر له په ليز وركړې شوې وه او پايه تخت موروني څخه فومبوني ښار پلو روانه وه۔د پېښې سبب تر دا مهال نه دې معلوم شوې۔درې سپيډ بوټس د پېښې ځائې ته لېږلې شوې دي دغسې چې د كسانو درك ولګولې شي۔










