وزیر اعظم محمد نواز شریف د اقتدار نه د اقدارو په سياست باور لري۔ مسلم لیګ (ن) ټول عمري د عدالتونو احترام كړے او بيا به ئې هم كوي۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د اولس ټاكلې حكومت دے۔ پرون هم حسن نواز شريف جے آئي ټي ته څو ساعته وړاندې شوے وو او سباؤن كښې به هم مونږ جے آئي ټي سره مرسته كوو۔ بايد مونږ سره انصاف وكړې شي۔ مونږ د پاكستان عام وګړي يو مونږ سره دې هم انصاف وكړې شي۔ عمران خان د درې كالو حساب ورنكړې شو مونږ د 70 كلونو حساب وركوو۔ صبر وكړۍ د څو ورځو خبرو ده حق او باطل به ښكاره شي۔ د پرېكړې راتلو نه وروستو به د وزيراعظم نواز شريف ٬ د ده د كورنۍ او مسلم ليګ ن فتح وي او مخالفين به د پټېدو ځائې نه مومي۔ سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني د حسېن نواز په څلورم ځل جے آئي ټي ته د وړاندې كېدو په مهال د جوډيشل اكېډمۍ څخه بهر خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي وزیر اعظم محمد نواز شریف د اقتدار نه د اقدارو په سياست باور لري۔ مسلم لیګ (ن) ټول عمري د عدالتونو احترام كړے او بيا به ئې هم كوي۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د اولس ټاكلې حكومت دے۔ پرون هم حسن نواز شريف جے آئي ټي ته څو ساعته …

اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي وزیر اعظم محمد نواز شریف د اقتدار نه د اقدارو په سياست باور لري۔ مسلم لیګ (ن) ټول عمري د عدالتونو احترام كړے او بيا به ئې هم كوي۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د اولس ټاكلې حكومت دے۔ پرون هم حسن نواز شريف جے آئي ټي ته څو ساعته وړاندې شوے وو او سباؤن كښې به هم مونږ جے آئي ټي سره مرسته كوو۔ بايد مونږ سره انصاف وكړې شي۔ مونږ د پاكستان عام وګړي يو مونږ سره دې هم انصاف وكړې شي۔ عمران خان د درې كالو حساب ورنكړې شو مونږ د 70 كلونو حساب وركوو۔ صبر وكړۍ د څو ورځو خبرو ده حق او باطل به ښكاره شي۔ د پرېكړې راتلو نه وروستو به د وزيراعظم نواز شريف ٬ د ده د كورنۍ او مسلم ليګ ن فتح وي او مخالفين به د پټېدو ځائې نه مومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د حسېن نواز په څلورم ځل جے آئي ټي ته د وړاندې كېدو په مهال د فېډرل جوډيشل اكېډمۍ څخه بهر خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د كېډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری ،میئر اسلام آباد و چیئرمین سی ډی اے شېخ عنصر عزیز دوهم میئر اسلام آباد ذیشان شاہ او نور غړي هم موجود وو۔ ده ووئيل حسېن نواز شریف د جے آئی ټی په بللو وړاندې شوې او پرون حسن نواز شریف هم جے آئي ټي ته وړاندے شوے وو۔ او دغلته 7 ساعته وو۔ پرون جمعه وه او وخت ئې دغلته تېر كړې او د ټولو پوښتنو ځواب ئې كړې۔ ده ووئيل مسلم ليګ ن يواځنې ګوند دے كوم چې د عدليې بحالۍ له په 2009ء كښې لانګ مارچ وكړو۔ ده ووئيل د لانګ مارچ په مهال چې كله مونږ ګوجرانوالې ته راروسېدو نو معلومه شوه چې عدالتونه او قاضيان بحال شوي۔ او دغلته وزيراعظم ووئيل كوم مقصد لپاره چې راغلي وو هغه پوره شو اوس بايد بېرته لاړ شو۔ ده ووئيل پنجاب كښې زمونږ حكومت معطل شوے مونږ د خپل حكومت بحالۍ غوښتنه هم كولې شوه ولې وزيراعظم كله هم د اقتدار نه بلكې د اقدارو سياست كړې۔ ده ووئيل كه مونږ ته محسوس شوه چې مونږ سره د قانون نه لرې معامله كېږي نو بيا زمونږ آئيني حق دې چې د عدالتونو دروازه وډبووو او ميډيا او اولس سره رابطه وكړو۔ ده ووئيل وزيراعظم هڅه كوي چې پاكستان يو معاشي قوت جوړ كړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم نامه په پانامه كېس كښې نشته او كوم كسان چې بې ځايه ټكونه كوي لږ انتظار دے وكړي حق او باطل به بيل بيل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان د درې كالو حساب نشي وركولې او مونل د 70 كالو حساب وركوؤ۔

مزید خبریں