کابل۔28فروری(اے پی پی) افغان حکومت په بهر هېوادونو كښې ستونزو څخه مخ كېدو نه بچ كولو لپاره د افغانانو په وتلو بندېز لګولې دې۔ د فرانسيسي خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري غونډه کښې اعلان وکړو چې بهر هېوادونو كښې ستونزو سره له مخ كېدو څخه ساتلو له به په افغانانو نوي سفري بندېزونه ولګولې شي۔ هغه ووئيل د ځينو …
د افغان وګړو بې وجھې د هېواد په پرېښودلو بندېز٬ په جرائمو كښې د ككړو عناصرو په ضد عمليات روان دي

مزید خبریں
کابل۔28فروری(اے پی پی) افغان حکومت په بهر هېوادونو كښې ستونزو څخه مخ كېدو نه بچ كولو لپاره د افغانانو په وتلو بندېز لګولې دې۔ د فرانسيسي خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري غونډه کښې اعلان وکړو چې بهر هېوادونو كښې ستونزو سره له مخ كېدو څخه ساتلو له به په افغانانو نوي سفري بندېزونه ولګولې شي۔ هغه ووئيل د ځينو هېوادونو او فلاحي تنظيمونو لخوا افغانستان څخه د افغان وګړو په وتلو بندېز لګولې شوې دې او داسې كورنۍ كومې چې كوم مقصد لپاره د هېواد د پرېښودلو هڅه كوي هغې له به سبب ښودل وي په بل صورت كښې به دوئي امېګرېشن څخه منع كولې شي۔ هغه ووئيل مېرمنې به هم د خپل محرم نه غېر ځانله سفر كولې نه شي۔ بلخوا افغانستان كښې امنيتي ځواكونو د تښتونې او غلا په جرمونو كښې د ككړو جرائم پېشه عناصرو او وسلو په ضد عمليات پېل كړې دي۔ په دې اړه د طالبانو ياند ذبيح الله مجاهد ووئيل چې د عملياتو په مهال دوه تښتولې شوي كوچنيان خوشې كړې شوي او د يو شمېر پوځي او حكومتي ګاډو په شمول سپكې او درنې وسلې ٬ چاؤدېدونكي توكي ٬ رېډيو او ډرونز برآمد كړې شي دي۔ هغه ووئيل مونږ افغان اولس ته د دې خبرې باور وركوؤ چې دا عمليات د اولس په ضد نه بلكه د جرائم پېشه عناصرو مخه نيولو لپاره روان دي۔










