پېښور۔ 25فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا وزيراعلی د اطلاعات خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف په اكېډيميا او زده كوؤنكو زور راوړے چې اکېډیمیا او زده كوؤنكې (هلكان او انجونې) دې د ټولنې خېر ښېګړې له سوچ او د پوهې شعوري صلاحيتونه وكاروي ٬ په كركه ٬ خشم او منفي رويه كومه كاميابي نه ترلاسه كېږي ٬ د سوچ په عمل كښې ذاتي اخلاق زيات كردار لوبوي۔ د دې …
د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې په ګرده صوبه كښې مو زده كړې ټولو لپاره عامې كړي۔ بېرسټر محمد علي سېف

مزید خبریں
پېښور۔ 25فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا وزيراعلی د اطلاعات خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف په اكېډيميا او زده كوؤنكو زور راوړے چې اکېډیمیا او زده كوؤنكې (هلكان او انجونې) دې د ټولنې خېر ښېګړې له سوچ او د پوهې شعوري صلاحيتونه وكاروي ٬ په كركه ٬ خشم او منفي رويه كومه كاميابي نه ترلاسه كېږي ٬ د سوچ په عمل كښې ذاتي اخلاق زيات كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پېښور پوهنتون په سوشل ورك څانګه كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال خاص مرستيال د سوشل ورک سټوډنټس اېسوسی اېشن جامعه پشاور نوو ټاكلے شوو عهدېدارانو څخه سوګند واخست۔ په دستوره كښې د وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر محمد ادریس په شمول نورو اړوندو چارواكو هم ګډون كولو۔ د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې بېرسټر محمد علي سېف ووئيل نبي كريم (ص) هم تر هر څه وړاندې په اخلاقيات كار كړے۔ د زده كړو په مد كښې د تاريخي ګامونو پورته كوؤنكي وزيراعلی ذكر كولو سره بېرسټر علي سېف ووئيل محمود خان د زده كړو ودې له د اربونو روپو فنډز جاري كړي دغسې چې د صوبې كوم ماشوم محرومه پاتې نه شي۔ دستورې ته د پېښور پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر محمد ادريس هم خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې هغه ووئيل د حكومت لخوا د پېښور پوهنتون په هر يو سېكټر كښې په زړه پورې مرسته كېږي۔ هغه زياته كړه چې د پېښور پوهنتون زده كوؤنكي او استاذان د هېواد په پرمختګ كښې ښكاره كردار ترسره كوي










