هند كښې د مسلمانانو سباٶن له خطر سره مخ دے ٬ سنيتا وشوا ناتھ

نوے ډيلے 25 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د سول سوسائټۍ تنظيم اي ډي سنيتا وشواناتھ وئيلي دي زما تنظيم به په امريكائي كانګريس او بائيډن انتظاميه د زور راوړلو هڅې كوي چې هغه په هند كښې د اقليتونو او په خاص توګه مسلمانانو سره د ناروا سلوك په ضد غږ پورته كړي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې سنيتا وشوا ناتھ نوموړي هندي خبريال كرن تھاپر سره خپله …

نوے ډيلے 25 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د سول سوسائټۍ تنظيم اي ډي سنيتا وشواناتھ وئيلي دي زما تنظيم به په امريكائي كانګريس او بائيډن انتظاميه د زور راوړلو هڅې كوي چې هغه په هند كښې د اقليتونو او په خاص توګه مسلمانانو سره د ناروا سلوك په ضد غږ پورته كړي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې سنيتا وشوا ناتھ نوموړي هندي خبريال كرن تھاپر سره خپله مركه كښې ووئيل هندوانو لپاره د “هندوتوا” مقابله كول ضروري ده او اكثريت لرونكې ورورولۍ له به بېدارېدل وي۔ دې ووئيل زما تنظيم په امريكا كښې د سول سوسائټۍ 16 نورو تنظيمونو سره په هند كښې مسلمانانو او نورو اقليتونو سره د ناروا سلوك په ضد په امريكائي كانګرېس كښې لابنګ كولو كښې مركزي كردار ولې ترسره كړو؟ دا مو ځكه وكړل چې نړۍ له به په دې پوهېدل وي چې په هند كښې څه غلط روان دي٬ هند ډېر په خطرناكه لاره روان دے۔ سنيتا وشوا ناتھ ووئيل دا زمونږ د تنظيم اخلاقي فرض دے چې هغه په هند كښې د ناوړه جمهوريت او بشري حقونو په اړه شعور بېدار كړي۔ سنيتا وشواناتھ ووئيل په هند كښې د مسلمانانو وجود خطر سره مخ دے