د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس ته وېنا

APP84-24 ISLAMABAD: May 24 – Interior Minister Chaudhry Nisar Ali Khan addressing a press conference at Punjab House. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د ډي اېن اے ټسټ نه وروستو د ملا منصور د مرګ تصديق كېدې شي٬ډ ډرون بريد ښكار چې څوك هم وي د هغې سخته غندنه كوو٬د امريكې جواز غېر قانوني او د زغملو وړ نه دے٬د ولي محمد په نوم پاسپورټ د وژلې شوي كس وو او دا چا دغلته غورځولے پلټنې كوو۔امريكا دې پريكړه وكړي چې په دې سيمه كښې كومه پالېسي موثره او روا ساتل دي٬كه د پوځي عملياتو د لارې طالبانو له ماتې وركولو وو نو د خبرو اترو كولو او په قطر كښې د طالبانو دفتر پرانستلل هېڅ جواز نه لري٬په سيمه كښې د امن راوستو يوازنۍ لار خبرې اترې دي٬ملا منصور كه د امن په لار كښې خنډ وو نو بيا د مري خبرې اترې به څنګه كېدې۔د خبرو اترو نتيجې رامخې ته كېدې چې هر څه د مينځه يوړلې شو٬معلومه نه ده چې د دې پېښې نه وروستو به څه اثرات مرتب كېږي۔د نهې پھ ورځ پنجاب هاؤس كښې خبري كنفرنس ته ده ووئيل د بلوچستان په لرې پرته سيمه كښې يو ګاډې په نښه كړې شوې او د ورځې په درې نيمې بجې دا بريد شوے وو۔دا ووئيل په ګاډي كښې دوه كسان ناست وو چې پكښې يو ډرائيور وو او په دې بريد كښې ګاډې ايره شوې ٬ده ووئېل دواړه ناست كسان سوځېدلي كوم چې د پېژندګلو نه وتلي۔ده ووئيل د دې بريد نه 7 ساعته وروستو پاكستان ته د امريكې د اړخه په سركاري كچ اطلاع وركړې شوه چې ملا منصور څوك چې د تحريك طالبان افغانستان امير دے د پاكستان دننه په نښه كړې شوې او هغه دا وخت د نړۍ نه تللې۔ومفاقې وزير ووئيل د پېښې نه ورستو اېف سي او د امنيتي ايجنسو چارواكي د پېښې ځاې ته رسېدلې او په بشپره توګه دوه سوځېدلې مړي ئې د دغې ځاې څخه ترلاسه كړي۔ده ووئيل د پېښې د ځاې نه څو ګزه لرې يو پاسپورټ پروت وو نور هېڅ نه وو۔پوليس او امنيتي ادارې پلټنې كوي چې دا ګاډې د چا دے او په دې كښې څوك ناست وو۔داخله وزير ووئيل د امريكې د اړخه د سركاري اطلاع نه پس امنيتي ادارو د ډونډ لګولو هڅې كړي۔وئېلي شوي چې د پېښې نه وروستو پاكستان دا نه ده كنفرم كړې چې دغه مړې د پېژندګلو نه پس د هغه كورنۍ له وركړې شوې۔ده ووئيل د دوئم مړې پېژندګلو نه ده شوې چې د هغه په اړه وئېلي كېږي دا مړې د ملا منصور دے٬هغه پاكستانے نه دے۔داخله ووئيل د ډي اېن اے ټسټ نه غېر پاكستانو ادارو سره داسې كومه ذريعه نشته چې د دې خبر سركاري توګه باندې تصديق وكړی شي۔ده ووئيل دغه وضعه اوس هم برقرار ده٬د تحريك طالبان د ځينو حلقو ٬نړيوالو او د امريكې د اړخه ترلاسه شويو اطلاعاتو ترمخه وئېلي كېدې شي چې ملا منصور هم د دې ډرون بريد ښكار وو او هغه وژلے شوې خو د پاكستان حكومت په سائنسي او قانوني توګه د دې اعلان نشي كولې ٬داخله وزير چوهدري نثار علي خان د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته ووئيل پاكستان په خپل حدود كښې د د دې بريد غندنه كوي او دا د پاكستان د خپلواكۍ په ضد كار ګڼي۔ده ووئيل امريكې پاكستان ته په رسمي توګه د دې پېښې څخه 7 ساعته وروستو اطلاع وركړې وه