انډونيشيا ٬ سمارټرا كښی د 6.2 شدت زلزله ٬ 2 كسان مړه ٬ 20 ژوبل

جکارته ۔25فروری(اے پی پی) د انډونيشيا په لوئيديزه صوبه سماټرا كښې د 6.2 شدت زلزلې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 20 نور ژوبل شوي دي۔ د المان خپرونې ادارې د امريكائي ارضياتي ادارې حوالې سره وئيلي دي چې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.2 ریکارډ كړې شو۔ د زلزلې جړقونه په ګاونډي هېوادونو ملائيشيا او سنګاپور كښې هم محسوس كړې شول۔ ځائي چارواكو وئيلي دي چې د …

جکارته ۔25فروری(اے پی پی) د انډونيشيا په لوئيديزه صوبه سماټرا كښې د 6.2 شدت زلزلې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 20 نور ژوبل شوي دي۔ د المان خپرونې ادارې د امريكائي ارضياتي ادارې حوالې سره وئيلي دي چې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.2 ریکارډ كړې شو۔ د زلزلې جړقونه په ګاونډي هېوادونو ملائيشيا او سنګاپور كښې هم محسوس كړې شول۔ ځائي چارواكو وئيلي دي چې د زلزلې د لاسه ګڼ شمېر كورونه ويجاړ شوي دي۔ د زلزلې نه سمدستي وروستو د سونامي وارننګ جاري كړې شو كوم چې وروستو بېرته واخستې شو