د پاكستانۍ ټولنې مثبت تشخص ٬ قامي اقدارو ته وده وركول او دا پھ ګرده نړۍ كښې عام كولو ته اړتيا ده

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پاكستانۍ ټولنې مثبت تشخص ٬ قامي اقدارو ته وده وركول او پھ ګرده نړۍ كښې عام كولو ته اړتيا ده٬د كوم هم هېواد پیژندګلو د ثقافت ٬ورثې او سېلګرۍ نه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې پھ ورځ د پاكستان د 70م كال د آزادۍ ورځې دستورو پھ لړ كښې د …

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پاكستانۍ ټولنې مثبت تشخص ٬ قامي اقدارو ته وده وركول او پھ ګرده نړۍ كښې عام كولو ته اړتيا ده٬د كوم هم هېواد پیژندګلو د ثقافت ٬ورثې او سېلګرۍ نه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې پھ ورځ د پاكستان د 70م كال د آزادۍ ورځې دستورو پھ لړ كښې د راجوړی شوې غونډې مشرۍ پھ مهال وكړه۔دې ووئيل پاكستان پراخا صحراګانې٬لويې لويې غرونه او سپرلي خيزه مېدانونو سره ژور سمندر لري۔دې ووئيل د هېواد هره سيمه خپل محسوس خاصيتونه لري۔دې د پاكستانۍ ټولنې ډ ګڼ اړخيزه ثقافتي چارو او د دغې په نړيوالو فورمونو په رامخې ته كولو زور راوړو دغسې چې نړيواله ورورولي د پاكستان د حقيقي څهرې څخه خبر شي۔دوهمې وزيرې ووئيل د پاكستان د تشخص وده او جوړښت د اطلاعاتو او خپرونو وزارت وړومبۍ ذمه وارۍ دي د كومو لپاره چې حكومت خاص فنډ بېل كړی دے۔مريم اورنګزېب ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت د وزيراعظم محمد نواز شريف د وژن او لارښودنې په رڼا كښې پاكستان كښې فلمي صنعت او د سنېماګانو بحالۍ له هڅې كوي۔دې ووئيل فلم د ثقافت د ودې د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې د رامخې ته كولو يو موثره او زوروره ذريعه ده۔په غونډه كښې د 70م كال د آزادۍ ورځې د دستورو راجوړولو د پیشرفت جاج واخستې شو او په نړيوال كچ د دغې په تشهير زور راوړلې شو۔كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر طارق عظيم هم پھ دې مهال موجود ؤه ۔هغه ووئيل د پاكستان اولس او مقامات د اشعاعتي موادو پشمول دستاويزي او د لږ وخت فلمونو د لارې رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔هغه پھ دې لړ كښې اوټاوا كښې د كلتوري دستورو لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت ته د مرستې غږ وكړو۔د اطلاعات دوهمې وزيرې پھ دې لړ كښې د زړه پورې مرستې او معاونت باور وركړو او اړوندو څانګو ته يې كاناډا كښې د پاكستان هائي كمېشن سره د موثره رابطو امر وكړو دغسې چې دوي له پكار تشهيري مواد وركړی شي۔د اطلاعات دوهمې وزيرې ووئيل پھ كاناډا كښې د پاكستان د 70م كال د آزادۍ ورځې پھ لر ګښې د پاكستان كلتور او ورثې ننداره به يوه مثالي دستوره وي چې ورسره به بهر هېوادونو كښې د پاكستان مثبت او غوره تشخص رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔دوهمې وزيرې د دغه دستورو كاميابولو لپاره كاناډا كښې د مېشته پاكستانيانو پھ دستورو كښې په ګډون كولو هم زور راوړو۔دې پاكستان ټېلي ويژن كارپورېشن او راډيو پاكستان ته سپارښتنه وكړه چې موضوعاتي مواد او د لږ وخت دستاويزي فلمونه جوړ كړئ چې پكښې د پاكستان د مثبت او حقيقي تشخص عكاسي وي۔غونډه كښې كاناډ كښې د پاكستان هائي كمشنر طارق عظيم او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں