خاص مرستيالې ثانيه نشتر په چارسده روډ د احساس پناه ګاه پرانسته وكړه

پېښور ۔24 فروری(اے پی پی) د غربت خاتمې او سماجي تحفظ په اړه د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر د زيارت په ورځ د پېښور په چارسده روډ د احساس پناه ګاه پرانسته وکړه٬ د پاكستان بېت المال منېجنګ ډائرېکټر ملک ظهير عباس کھوکھر هم ورسره وو.په دې موقع ميډيا سره خبرو کښې خاص مرستيالې ثانيه نشترووئيل د خېبرپښتونخوا پنځو نورو ضلعو کښې به د خوراکي موادو د …

پېښور ۔24 فروری(اے پی پی) د غربت خاتمې او سماجي تحفظ په اړه د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر د زيارت په ورځ د پېښور په چارسده روډ د احساس پناه ګاه پرانسته وکړه٬ د پاكستان بېت المال منېجنګ ډائرېکټر ملک ظهير عباس کھوکھر هم ورسره وو.په دې موقع ميډيا سره خبرو کښې خاص مرستيالې ثانيه نشترووئيل د خېبرپښتونخوا پنځو نورو ضلعو کښې به د خوراکي موادو د وېش نور ټرکونه هم كار پېل كړي۔ هغې زياته كړه چې د بېت المال او احساس پروګرام لاندې دا مهال په خېبر پختونخوا كښې 8 پناه ځايونه فعاله دي۔ هغې ووئيل په احساس راشن رعات پروګرام د تېرو 6 مياشتو څخه كار روان دے په كوم كښې چې دوه كروړه كورونيو ته په مخصوص څيزونو 30 فيصده رعايت وركړې شوې دې۔ هغې ووئيل په احساس راشن رعايت پروګرام كښی بلوچستان او سندھ خپله برخه نه اچوي چرته چې يوازې 350 روپۍ رعايت وركولې شي۔ هغې ووئيل په نورو صوبو او ګلګت بلتستان وغېره كښې تر يو زر روپو بچت وركوؤ۔ هغې زياته كړه چې د وزيراعظم عمران خان د ماسكو دورې نه وروستو به د پروګرام په باقاعده توګه پرانسته كوؤ۔

مزید خبریں