روسيه د يوكرېن په ضد پوځي كارروائي پېل كړه ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر لخوا د جنګ بندولو اپيل ٬ د ناټو كونسل آف اېمبېسډر بېړنۍ غونډه وبللې شوه٬ په پوله ييزه سيمو كښې د چاؤدنو آوازونه

ملګري ملتونه ۔24 فروری(اے پی پی) روسيه د يوكرېن په ضد پوځي كارروائي پېل كړې ده ٬ د روسيه د دفاع وزارت لمخې د صدر پيوټن لخوا د لوګانسک او ډونیسک د مرستې په تحريري خواستونو د يو كرېن په ضد د پوځي كارروائۍ كولو اعلان نه وروستو په يوكرېن كښې پوځي مركزونه په نښه كول پېل شوې دي٬ د روسيه د دفاع وزارت لمخې د یوکرېن د وسله وال …

ملګري ملتونه ۔24 فروری(اے پی پی) روسيه د يوكرېن په ضد پوځي كارروائي پېل كړې ده ٬ د روسيه د دفاع وزارت لمخې د صدر پيوټن لخوا د لوګانسک او ډونیسک د مرستې په تحريري خواستونو د يو كرېن په ضد د پوځي كارروائۍ كولو اعلان نه وروستو په يوكرېن كښې پوځي مركزونه په نښه كول پېل شوې دي٬ د روسيه د دفاع وزارت لمخې د یوکرېن د وسله وال پوځ نقل و حرکت د عصري وسلو د لارې غېر فعاله كولې شي۔ د یوکرېن خارجه وزير دمتری کولیبا وئيلي دي چې روسي پوځ زمونږ د هېواد په ضد په لويه كچه پوځي كارروائي پېل كړې ده او مونږ به د خپل هېواد دفاع كوؤ۔ د یوکرین داخله وزارت لمخې د هېواد په ختيزه سيمه كښې د بېلتون خوښوونكو په ښار سکاشیا روسی پوځ قبضه كړې ده۔ بلخوا په ملګرو ملتونو كښې د يوكرېن سفير سرګي کېسلېټس سلامتي كونسل ته خواست كړې دې هغه دې د جنګ بندولو له ټولې ممكنه هڅې وكړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش په روسيه زور راوړې دې چې هغه دې پوځي كارروائي بنده كړي۔ د ناټو عمومي سېكتر جینز سټولن برګ په يوكرېن د روسيه د بريد غندنه كولو سره خبردارې وركړې دې چې دې سره به يو شمېر خلكو ژوند خطر سره مخ شي۔ د فرانسېسي خبر رسنې ادارې لمخې امريكائي صدر په يو بيان كښی په يوكرېن د روسي پوځ د بريد غندنه كولو سره ووئيل چې مونږ به د يو كرېن او يوكرېني اولس ملاتړ او مرسته روانه ساتؤ