بنګلورو۔24فروری(اے پی پی) د هندي رياست كرناټك د هغه مسلمان زده كوؤنكو انجونو كومې چې د حجاب نه غېر په امتحان كښې ګډون كولو ته تيارې نه دي له كلن امتحانونو څخه د محرومه كېدو اندېښنه ده۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د كرناټك هائي كورټ يو عبوري حكم وركړې دې چې لمخې يۍ انجونو زده كوؤنكو ته په كلاس رومز كښې د حجاب كولو اجازه نشته۔ په رياست كښې …
كرناټك ٬ د مسلمان انجونو زده كوؤنكو له كلن امتحانونو څخه د محرومه كېدو اندېښنه

مزید خبریں
بنګلورو۔24فروری(اے پی پی) د هندي رياست كرناټك د هغه مسلمان زده كوؤنكو انجونو كومې چې د حجاب نه غېر په امتحان كښې ګډون كولو ته تيارې نه دي له كلن امتحانونو څخه د محرومه كېدو اندېښنه ده۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د كرناټك هائي كورټ يو عبوري حكم وركړې دې چې لمخې يۍ انجونو زده كوؤنكو ته په كلاس رومز كښې د حجاب كولو اجازه نشته۔ په رياست كښې به د لسم او دولسم جماعت كلن امتحانونه د روان كال په اپرېل مياشت كښې كېږي۔ زده كوؤنكو ته امتحاني سلپ جاري كېدل پېل شوي دي۔ سائوتھ اېشین وائر په خپل يو خبر كښې وئيلي چې په حجاب كولو اصرار كوؤنكې انجونې له سلپس اخستو څخه انكار كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې د ګرد رياست په پوهنتونونو او كالجونو كښې دا مهال اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونكې 1 لک 25 زره زده كوؤنكي دي په كومو كښې چې نزدې 84 زره انجونې دي۔ ذريعو وئيلي چې په حجاب د زور راوړونكو انجونو شمېره نزدې 1000 ده۔










