نوے ډيلے 24 فروري (اے پي پي) په هند كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 14 زره 148 كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 4 كروړه 28 لكه 81 زره 179 ته رسېدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت لمخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 302 كسان مړه شوي دي چې …
په هند كښې د كورونا وائرس نور 14 زره نه زيات كېسونه رامخې ته شوي

مزید خبریں
نوے ډيلے 24 فروري (اے پي پي) په هند كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 14 زره 148 كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 4 كروړه 28 لكه 81 زره 179 ته رسېدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت لمخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 302 كسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو مجموعي شمېره 5 لكه 12 زره 924 ته ورسېده۔ د وزارت چارواكو وئيلي چې په ګرد هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 1 لكه 48 زره 359 فعاله كېسونه دي۔ بلخوا په ګرد هېواد كښې تر دې دمه دې رنځ څخه 4 كروړه 22 لكه 19 زره 896 كسان ښه شوي هم دي










