امن او پرمختګ ته وفاقي حكومت پام لرنه كوي ٬د فاټا اصلاحاتو٬خېبرپښتونخوا او فاټا انضمام په حقله پريكړه د حكومت يوه مهمه كاميابي كومه به چې سر ته رسولې شي

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د وزيراعظم صلاحكار او د مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام ليدلې دي ۔ملاقات كښې د هېواد په مجموعي وضعه او په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې په سياسي وضعه٬ صوبه كښې په روانو وفاقي پرمختيائي پروژو او د فاټا ريفارمز په حقله خبرې اترې شوې۔د جمعې په ورځ د كورنيو چارو …

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د وزيراعظم صلاحكار او د مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام ليدلې دي ۔ملاقات كښې د هېواد په مجموعي وضعه او په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې په سياسي وضعه٬ صوبه كښې په روانو وفاقي پرمختيائي پروژو او د فاټا ريفارمز په حقله خبرې اترې شوې۔د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا او فاټا امن او د سيمې اولس بيا ابادۍ او پرمختګ ته وفاقي حكومت پام لرنه كوي٬په تېرو څلورو كلونو كښې د صوبې امنيت٬سياسي استحكام او د رغونې او پرمختګ په حقله د وفاقي حكومت كردار او هڅې د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د پرمختګ مزل د نعرو او ادعاګانو څخه نه په عملي اقداماتو روان ساتلې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د فاټا اصلاحات٬خېبرپښتونخوا او فاټا انضمام په حقله پريكړه د موجوده حكومت يوه مهمه كاميابي ده كومه به چې سر ته رسولې شي۔ده ووئيل راتلوونكو څو ورځو كښې د پیښور دوره كولو او د ګوند لارښودو سره ليدلو له به لائحه جوړلې شي

مزید خبریں