ګلګت 23 فروري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد خان به د نړيوال ګلګت بلتستان سرمايه كارۍ كنفرنس كوربتوب كوي۔ وړومبې نړيوال ګلګت بلتستان سرمايه كاري كنفرنس به په رټز كارلټن هوټل دوبئۍ كښې د غرمې يوې بجې نه تر ماسختن 9 بجو دوام لري۔ د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ به په دې مهم كنفرنس كښې د سېلګرۍ ، زراعت، کان کنۍ، توان، فوډ پروسيسنګ او په نورو …
د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد خان به د نړيوال سرمايه كارۍ كنفرنس كوربتوب كوي

مزید خبریں
ګلګت 23 فروري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد خان به د نړيوال ګلګت بلتستان سرمايه كارۍ كنفرنس كوربتوب كوي۔ وړومبې نړيوال ګلګت بلتستان سرمايه كاري كنفرنس به په رټز كارلټن هوټل دوبئۍ كښې د غرمې يوې بجې نه تر ماسختن 9 بجو دوام لري۔ د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ به په دې مهم كنفرنس كښې د سېلګرۍ ، زراعت، کان کنۍ، توان، فوډ پروسيسنګ او په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پحقله ګډون كوٶنكي خبروي۔ د ګلګت بلتستان پحقله د خپل نوعيت په دې غېر معمولي كنفرنس كښې به امريکا آسټراليا، اټاليه، فرانس، چين او د نورو هېوادونو سرمايه كار ګډوم كوي ۔ ده ووئيل د سلو نه د زياتو تاجرانو او سرمايه كارو په دې كنفرنس كښې ګډون امكان لري ۔ کنفرنس كښې به د سرمايه کارۍ د تفاهم په مهم يادښتونو لاسليك هم كېږي٬ د پاکستان بزنس پروفېشنل کونسل، ابوظهبي پاکستان بزنس کونسل، دبئي ميرامر ګروپ او سعودي عرب او نور اهم بزنس ګروپس به په ګلګت بلتستان كښې د سرمايه كارۍ پحقله د خپلې خوښۍ څرګندونه كوي










