هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 15 زره 102 كېسونه رپورټ شوي٬ د ځپليو مجموعي شمېره 4 كروړه 28لكه 67 زره 31 ته رسېدلې

نوے ډيلے 23 فروري (اے پي پي) هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا وائرس 15 زره 102 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 4 كروړه 28لكه 67 زره 31 ته رسېدلې ده ۔ د چين ميډيا له مخې د هند د صحت وزارت لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې هند كښې د 24 ساعتونو په مهال 278 كسان …

نوے ډيلے 23 فروري (اے پي پي) هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا وائرس 15 زره 102 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 4 كروړه 28لكه 67 زره 31 ته رسېدلې ده ۔ د چين ميډيا له مخې د هند د صحت وزارت لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې هند كښې د 24 ساعتونو په مهال 278 كسان مړه شوي چې ورسره د كورونا په سبب د مړو شمېره 5 لكه 12 زره 622 ته رسېدلې ده۔ ګرد هېواد كښې د كرونا د فعاله كېسونو شمېره يو لك 64 زره 522 ده او تر اوسه دې مرګونې رنځ څخه 4 كروړه 21 لكه 89 زره 887 كسان صحت مند شوې دي