د امريكې خارجه وزير اېنټوني بلنكن سره د سرګئۍ لافروف ملاقات منسوخ كړې شو

واشنګټن 23 فروري (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير اېنټوني بلنكن او د سرګئۍ لافروف ترمينځه شېډول ملاقات منسوخ كړې شوې دې۔ د امريكې لخوا دا اقدام د روسيه لخوا د يوكرائن د دوه منطقو د آزادۍ تسليمولو د اعلان نه پس رامخې ته شوې دې چې ورسره صورتحال لا كړكېچن شوې دې۔ په واشنګټن كښې د يوكرېن وزير خارجه دمترو كليبا سره د ملاقات نه پس خبريالانو سره …

واشنګټن 23 فروري (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير اېنټوني بلنكن او د سرګئۍ لافروف ترمينځه شېډول ملاقات منسوخ كړې شوې دې۔ د امريكې لخوا دا اقدام د روسيه لخوا د يوكرائن د دوه منطقو د آزادۍ تسليمولو د اعلان نه پس رامخې ته شوې دې چې ورسره صورتحال لا كړكېچن شوې دې۔ په واشنګټن كښې د يوكرېن وزير خارجه دمترو كليبا سره د ملاقات نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل مونږ وينو چې جارحيت پېل كړې شوې دې او د روسيه حركتونه د سفارتكارۍ د مسترد كولو مترادف دي دې لپاره هېڅ وجه نشته چې مخ په وړاندې تګ وكړې شي۔ بلخوا د فرانس خارجه وزير جېن يس لي ډرين هم د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لافروف سره خپل شېډول ملاقات منسوخ كړې دې