اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي سوئېلي آسيا كښې غوره امن او استحكام له د چين مشرتابه ډېره ضروري ده٬پاكستاني اولس چين يو رېښتونې او د باور وړ ملګرې ګڼي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې دومره نزدې دي چې د چين امنيت ته د زيان رسونكي كوم هم ګام دړد مونږ ته محسوسېږي٬زمونږ يو والې د غر پشان دے٬پاكستان ټول عمري د ون چائنا پالېسۍ حمايت كړې٬د ترهه ګرۍ لعنت نړيوال امنيت او امن له تر ټولو لويې چېلنج دے٬چين د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانو اعتراف كوي۔دا خبرې ده د نسټ سيوري لاندې بيجنګ فورم 2016 ته په خپل خطاب كښې وكړې۔سرتاج عزيز ووئيل 65 كاله وړاندې څخه پېل شوې دا سفارتي اړيكې ورځ په ورځ مستحكم كېږي٬د پاك چين ملګرتيا جرړې ډېرې مضبوطې دي دغسې د چين اولس هم پاكستان خپل نزدې ملګرې او اتحادي ګڼي۔سرتاج عزيز ووئيل پاكستان د نړۍ د دريو مهمو سيمو سوئېلي آسيا٬مينځنۍ آسيا او د لوېديزې آسيا په سنګم پروت دے۔پاكستان د لوېديزې او مينځنۍ آسيا ټولو هېوادونو لپاره سمندر ته رسنې له تر ټولو لنډه لاره وركوي